هندي نيولوفريا نيلومبو نيوسيفيرا (Nelumbo nucifera)

د هندي نيلوفر ګل
هندي نيلوفر (Nelumbo nucifera) يو ښائسته د اوبو نبات دي چي شين بخونه پاڼې لري چي د اوبو پر سر لامبووهي. گلابي ګلان معمولآ په پريړو ساقو سره د اوبو له سطحې يو څو سانتې مترو په اندازه سري لوړيږي. هندي نيلوفر ګلان د بودائي مذهب په مراسمو كې د خورا تقدس څخه برخمن دى. ددې نبات ټوله برخه د انسان د مصرف لپاره مناسبه ده ; كه څه هم په اصل كي ددي تخم او ريښې (ځمكنې ريښه ډوله ساقه) په معمول ډول په توگه په ټوله سويلې آسيا د دوديزه پخلې په ډول استعماليږي. هندي نيلوفر يو د زرنو او خټو نبات دي چي د خوشبو زنبق د كرنې په عينې توگه كرل كيږي.
ددي لپاره چي هندي نيلوفر له تخم څخه زرغون كړو ، د تخم كلكه او سخته پهرنۍ برخه بايد لږ (سولول يا ريگ مالول) په ريگ مال سره وسولول شې. دا ددي لامل كيږي چي اوبه په آسانه توگه نفوذ وكړې پرته له دي چي تخم راشين شې. كچيري د تخم هغه كلك پوستكې پرته له لاس وهنې رمټ پاتې شې ، هغه تخم كولاي شې چي تر پيړيو پوري ژوندى ياتې شي. كه څه هم ، په اوبو كي كيښودل شې ، ښائي چي د يوڅو كالونو په موده كي به دغه تخم تيغه ووهي. د هندي نيلوفر د تخم ټوكيدنه

د هندي نيلوفر د تخم ټوكيدنه
څنگه تاسو پوهيږئ چي د يو تخم كافي مقداركلك پوستكې د سوهان پواسطه ليري كړئ؟ كيداي شې ددې پوښتنې ته داسې ځواب وركول شي چي د تخم د ټوكيدو اندازه څخه ويلاي شي چي يوځلې په اوبو كي كيښودل شي. كچيري تخم په ۲۴ ساعتونو كي خپله اندازه دوه برابره كړه ، نوبيا نور سولولو او سوهان كولو ته اړتيا نشته. كچيري داسې نه شول ، نو بيا تاسو اړياست چي د تخم د پوستكې زياته برخه وسولوئ يا سوهان كړئ ، بيا دغه تخم د ۲۴ ساعتونو لپاره بيرته په اوبو كي كيږدئ ، او بيا ئي اندازه وگورئ. دا پراؤ تر هغه پوري بايد تكرار شې تر څو چي د تخم اندازه دوه برابره شي.
هغه تخم چي يوازې اوبو ته اړتيا لري
كله چي د قطار كولو پروسه په برياليتوب سره بشپړه شې ، تخمونه په قطې كي چي له اوبو څخه ډك دى ، لانده كړئ. تر ټولو ښه درجه د اوبو د تودوخې په لوموړې پراړؤ تخمونو د ټوكيدنې لپاره د ۲۷ درجو د سانتې گريد او ۲۸ سانتې تر منځ ده ( كه څه هم تخم به خپله اندازه په ۲۰ درجو د سانتې ګريد كي دوه برابره كړي) . د تودوخې پدي درجه كې به تخم ډپر ژر راشين شې او په يوه اونۍ كي په خپله تيغه را څرگنده كړي. دا انځورونه پدغه ويب پاڼه كي وګورئ .
هركله چي د نبات د تخم څخه لومړنۍ پاڼه راوټوكيږي ، د نبات هغه تيغه وهل شوى تخم يا خو په خاورينه لايه كي يا د مرتبان په تل كې د كب ساتنې د بوتل په جغلونو (د كبانو سانتځې ، ډنډ) كي وكرل شي. په قطې كي د اوبو سطحه حد اقل 30 سانتې متر د لايه څخه لوړه وساتل شي. كچيري په كرنځې كي د كب د ساتنې مرتبان جغل وكارول شي ، هندي نيلوفر په آسانه توگه كولاي شې چي په د كب ساتنې په مرتبان كي وده وكړي.
په تدريجي ډول ، لكه څنگه چې نبات پخيږې ، دا به ډير ځاې ته اړتيا ولري. تاسو دا نبات په ډنډ كي د ژمې په بڼ ، ګلخانه يا كوم بل ځاي كي چي د كنگل نيونې له تودوخې درجي څخه ليري وي كرلاي شئ . تر ټولوغوره درجه د تودوخې د هندي نيلوفر لپاره د 20 ساني ګريډ او 35 سانې گريډ تر منځ ښودل شوي ده.
زموږ د هوا په شرايطو كي، ټيټه د تودخې درجه ډيره معموله ده مگر دا نبات پرته له كومې ستونزې خپل ژوند پر مخ بيولاې شې. تاسو كولاې شئ چي هندي نيلوفر په اوړې كې د كور څخه دباندې ډنډ ته را انتقال كړئ مگر په ژمې كې دا دننه وساتل شې. په ډيرو خرابو شرايطو كي ، دا كولاې شې په ژمنې خوب سره په نمناكه تاكاوې كې په عين طريقه چې خوشبويه سپين زنبق ئې په ژمنې كي په خوب كي وخت تيروي.
ترټولو غوره لار د هندي نيلوفر د كرلو لپاره دا ده چي د كانكريټې چاټې گانو څخه استفاده ولړل شې چي له 60 تر 80 ليتره اوبو ظرفيت ولري- دا تقريبآ هر يو ئي 10 ايرو قيمت لري. دا لاندينې كړنكلاره عملې كړئ: تيغه وهلې شوې تخمونه\ د خټو لايه يا كوچنې جغل (كبانو ساتنځې جغلونه) په يو ګلدان كي واچول شې او بيا دا ګلدان د كانكريټې چاټې په منځ كې كيښودل شې. د ښه زرغونيدلو لپاره ، كانكريټې چاټې تر خولې پوري ډكه كړئ.
د كانكرټي چاټې گټه دا ده چي په آسانه توگه ستاسو د ژمې په بڼ يا ستاسو په اپارتمان كي ځاي په ځاي كيداې شې . په نورو وختونو كي ، دا سپارښته كيږي چي چاټې بايد كړكې ته نږدې كيښودل شي (هغه كړكې چي برنډه ولري ترجيع وركول كيږي) بايد دا هندي نيلوفر نبات ډير د لمر وړانګو او تودوخې ته څرگند شې. په اوړې كي ، تاسو چاټې د برنډې يا بڼ په سويلې خوا ته ايښودلاي شئ. كله څنگه چي ئي تاسو گورئ ، هندي نيلوفر نبات په آسانۍ سره زرغونيږې- حتې په د اپارتمان په ودانۍ كي!
Next article: كجوره Parajubaea torallyi »»»
About KPR

Share your experiences about the growing of plants. Write an article about gardening, plants, the growing of plants etc. and publish it in your own language edition of our journal Botanix! Contact us for further details.