هندي بيچ ونه پونګاميا پيناتا Pongamia pinnata
Pongamia pinnata
هندي بيچ ونه پونګاميا پيناتا (نور سميه ئيز نومونه: هونج ونهHonge Tree ، پونگام ونهPongam Tree ، پنيگراهيPanigrahi ) يو پاڼي رژيدونكې ونه ده، تقريبآ 25 –15 مترو لوړه ده، چي د فيبيسئ Fabaceae كورنۍ پوري تړاو لري. دا ونه يو غټ تاج لري چي كوچنې ګلان سپين، ګلابې يا بنفشه رنګونه لري. ددي ونې اصل هند دی، مګر دا په ډيره پراخه توگه په سويل ختيځه آسيا كي زرغونيږې.
پونګاميا پيناتا يو كلكه د استوائي سيمي ونه ده، چي د تودوخې او د لمر د وړانګو په مقابل كي مقاومه ده. شكر دهغه غټ د ريښو سيتم څخه، چي همدارنګه هغه د وچكالې مقاومت لري. په طبيعې ډول دا په شګلنه او ډبرينه خاوره كي زرغونيږې، په شمول د اهاكو ډبرو، مګر په كرنه كې، دا په بريالۍ توگه تقريبآ په ټول ډولونو د خاورو كي همدارنگه په مالګينه خاورو كي زرغونيداې شې.
دا ونه معمولآ په وچو سيمو كي زرغونيږي، او دا معمولآ د طبيعي منظرو په موخه او همدارنگه د باد ماتوونكو په توگه او د سيوري لپاره استعماليږي. او ددي ونې پوستكې د پړې يا رسۍ د جوړيدو لپاره استعماليږي، اوددي تور كنډ په تيرو وختوتو كي د زخمونو د درملنۍ لپاره كوم چي د زهرجن كب لامله پيدا كيده، استعماليدل.
ددي د ريښو غوټي د نايتروجن نصب كوونكې پراخه كوي، د گډ ژوند پړراؤ كي كوم چي د نايتروجن (N2) غاز د هوا څخه په NH4+ (د نايتروجن يوه بڼه چي نبات تري استفاده كوي) توگه بدلوي، دا د خاوري د حاصل خيزې لپاره كومه چي ډيره خواره وي استعماليداي شې. اګركه ټول نبات زهرجن دی، ددي نبات شيره او همدارنګه غوړ ئي ضد عفونې يا ميكروب وژونكي دی. د تخم غوړ د څراغ د تيلو په توگه استعماليږي، او همدارنگه د صابون په جوړولو كي، د غوړوونكي توكو په توگه، او بايو ډيزل توليدوونكې په توگه هم استعماليږي.
««« Previous article: كجوره Parajubaea torallyi Next article: خاسې پاين يا پينس كيسيا (Pinus kesiya) ونه »»»
About KPR
Share your experiences about the growing of plants. Write an article about gardening, plants, the growing of plants etc. and publish it in your own language edition of our journal Botanix! Contact us for further details.