خاسې پاين يا پينس كيسيا (Pinus kesiya) ونه
د خاسې پاين ونه يا پينس كيسيا (Pinus kesiya) وني د آسيا ژر زرغونيدونكي ډول، كوم چي د خپل كورنۍ هيواد څخه دباندي په كرنئزه توگه نه پيدا كيږي. دا ونې تقريبآ له 30 نه تر35 متره لوړې او تنو قطر ئې كيداي شې تر 1 متر پوري رسيږې. هر څانگه درې منډان لري- چي هر يو له دوي څخه نږدي 15 نه تر 20 سانتې مترو پوري اوږده دي. ددي ونې مېوي (جنغوزي غوټي) تقريبا له 5 نه تر 9 سانتې مترو اوږده او ددي تخمونه تقريبا 1,5 تر 2,5 سانتې مترو پوري اوږده دي.
اصل د خاسې پاين يا پينس كيسيا (Pinus kesiya) وني هماليا سيمه ده: له شمال-ختيځ هند (نن سبا د لرگيو استخراج يا ونو د غوڅولو له لامله يواځې د خاسې او ناګا په غرونو كي، د ميغالي او منپور په ايالاتونو كي) چين ( د يانن په ولايت كي)، برما (ماينمار) شمالي تايلند، لاؤس، ويتنام ( ليچو، لنګ سن، كووا بنګ، قونګ نيح ) اود فلپين (لوزون) كي موندل كيږي. د فلپين د زڼغوزي وني ځيني وختونه د يو جلا ډول په توگه پيژندل شوي دي چي د پاينس انسولاريس Pinus insularis په نوم ياديږي. په چين كي يو سړى همدي ډول ته ورته نبات پيدا كولاي شى چي د يانن پاين Yunnan Pine (Pinus yunnanensis( په نامه ياديږي.
دا ډول وني دغرونو په لمنو كي د مخلوطو ونو
په لېكه كي په سرو او ژيړو تيزابي خاورو(د
4,5 پي ايچ په لرلو سره) او د 800 نه تر 2000 مترو،
مګر اكثرآ د 1200 او 1400 مترو ترمنځ لوړوالي كي
پيدا كيږي. دا سيمه د نيمه استوائي اقليم
درلودونكي ده او د كال په ترڅ كي د لندې او وچي
دورې سره بدلون مومي. د باران اورښت ډير زيات
دى او په سيمه كي د نيمه استوائي اقليم دي. اود
كال په اوږدو كي د لوندو او وچو دورو په بدلون
سره له
ډير زيات اورښت اود 70 % څخه رطوبت.
دا نبات د لږې پرخ مقاوم او زغمونكي دى، دا د زرغونوالې په موده كي د وروستۍ پرخې په مقابل كي ډير حساس دى. اګركه د كرنې په موده كې، دا نبات د يوې داسې سيمه غوښتونكى دى كي د پرخې و نه لري.
Other names of the plant: Pinus khasya, Pinus khasyanus
د دې نبات نور نومونه:پاينس خاسيا Pinus khasya، پاينس خاسيانس *Pinus khasyanus
««« Previous article: هندي بيچ ونه پونګاميا پيناتا Pongamia pinnata
About KPR
Share your experiences about the growing of plants. Write an article about gardening, plants, the growing of plants etc. and publish it in your own language edition of our journal Botanix! Contact us for further details.