خاسې پاين يا پينس كيسيا (Pinus kesiya) ونه

د خاسې پاين ونه يا پينس كيسيا (Pinus kesiya) وني د آسيا ژر زرغونيدونكي ډول، كوم چي د خپل كورنۍ هيواد څخه دباندي په كرنئزه توگه نه پيدا كيږي. دا ونې تقريبآ له 30 نه تر35 متره لوړې او تنو قطر ئې كيداي شې تر 1 متر پوري رسيږې. هر څانگه درې منډان لري- چي هر يو له دوي څخه نږدي 15 نه تر 20 سانتې مترو پوري اوږده دي. ددي ونې مېوي (جنغوزي غوټي) تقريبا له 5 نه تر 9 سانتې مترو اوږده او ددي تخمونه تقريبا 1,5 تر 2,5 سانتې مترو پوري اوږده دي.

اصل د خاسې پاين يا پينس كيسيا (Pinus kesiya) وني هماليا سيمه ده: له شمال-ختيځ هند (نن سبا د لرگيو استخراج يا ونو د غوڅولو له لامله يواځې د خاسې او ناګا په غرونو كي، د ميغالي او منپور په ايالاتونو كي) چين ( د يانن په ولايت كي)، برما (ماينمار) شمالي تايلند، لاؤس، ويتنام ( ليچو، لنګ سن، كووا بنګ، قونګ نيح ) اود فلپين (لوزون) كي موندل كيږي. د فلپين د زڼغوزي وني ځيني وختونه د يو جلا ډول په توگه پيژندل شوي دي چي د پاينس انسولاريس Pinus insularis په نوم ياديږي. په چين كي يو سړى همدي ډول ته ورته نبات پيدا كولاي شى چي د يانن پاين Yunnan Pine (Pinus yunnanensis( په نامه ياديږي.

دا ډول وني دغرونو په لمنو كي د مخلوطو ونو په لېكه كي په سرو او ژيړو تيزابي خاورو(د 4,5 پي ايچ په لرلو سره) او د 800 نه تر 2000 مترو، مګر اكثرآ د 1200 او 1400 مترو ترمنځ لوړوالي كي پيدا كيږي. دا سيمه د نيمه استوائي اقليم درلودونكي ده او د كال په ترڅ كي د لندې او وچي دورې سره بدلون مومي. د باران اورښت ډير زيات دى او په سيمه كي د نيمه استوائي اقليم دي. اود كال په اوږدو كي د لوندو او وچو دورو په بدلون سره له
ډير زيات اورښت اود 70 % څخه رطوبت.

دا نبات د لږې پرخ مقاوم او زغمونكي دى، دا د زرغونوالې په موده كي د وروستۍ پرخې په مقابل كي ډير حساس دى. اګركه د كرنې په موده كې، دا نبات د يوې داسې سيمه غوښتونكى دى كي د پرخې و نه لري.

Other names of the plant: Pinus khasya, Pinus khasyanus

د دې نبات نور نومونه:پاينس خاسيا Pinus khasya، پاينس خاسيانس *Pinus khasyanus

Printed from neznama adresa